CRI Online

د پاکستان پوځ ۵ تنه یرغمل شوي کسان وژغورل

cri     (GMT+08:00) 2017-10-13 15:48:13
د پاکستان پوځ ۵ تنه یرغمل شوي کسان وژغورل

د پاکستان پوځ د روانې میاشتې په ۱۲ مه نیټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې دوی په همدې ورځ ۵تنه یرغمل شوي کسان وژغورل چې ۵ کاله دمخه د ترهګرو له خوا نیول شوي وو. اوس دغه ۵ کسان خوندي دي.

په یاده اعلامیه کې ویل شوي چې دغه ۵ نفره یوه کورنۍ ده چې یو کانادایي خاوند ،یوه امریکایي ښځه او د دوي ۳ ماشومان دي. دوی په ۲۰۱۲ کال کې په افغانستان کې تښتول شوي او د روان کال د اکتوبر میاشتې په ۱۱ مه نیټه پاکستان ته انتقال شوي وو. د پاکستان پوځ د امریکا د استخباراتو په مرسته یاد کسان زغورلي دي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای