CRI Online

د چين لخوا راجلب شوې بهرنۍ پانګې په تېرو مسلسلو ۲۵ کلونو کې د پرمختيايي هېوادونو په منځ کې لومړی مقام نيولی

cri     (GMT+08:00) 2017-10-13 16:26:08

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د اکتوبر په ۱۲مه نيټه په بېجينګ کې وويل، د چين لخوا راجلب شوې بهرنۍ پانګې په تېرو مسلسلو ۲۵ کلونو کې د پرمختيايي هېوادونو په منځ کې لومړی مقام نيولی. په تېرو پنځو کلونو کې د چين لخوا د کارول شويو بهرنيو پانګو پيمانه ثابته وه او د بهرنيو پانګو د ادارې نظام په بنسټيزه توګه بدل شوی او د چين په اقتصادي پرمختګ کې د بهرنيو پانګو خدمتونه زيات شوي دي. چين به په راتلونکي کې ورخلاصون لا پياوړی کړي.

له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې په چين کې بهرنيو پانګوالو څه باندې يو لک شرکتونه جوړ کړي دي. د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ وويل،چين د بهرنيو پانګو د راجلبولو په اړه تګلارې نرمې کړي، د دولت په کچه د اقتصاد او تکنالوژۍ د انکشافي سيمو او د سرحدي اقتصادي همکاريزو سيمو پرمختګ يې چټک کړی دی، نو په دې اساس د چين لخوا د راجلب شويو بهرنيو پانګو پيمانه ثابته وه. ده وويل

((په داسې حال کې چې په ګرده نړۍ کې د نړيوالې مستقيمې پانګونې انډول دوه سلنه ټيټه شوې، په ۲۰۱۶ کال کې په چين کې کارول شوې بهرنۍ پانګې ۸۶۴ مليارډو ۴ سوو مليونو يوانو ته رسېدلي چې دغه شمېر د ۲۰۱۵ کال په نسبت درې سلنه زياتوالی ښيي، نو د چين لخوا راجلب شوې بهرنۍ پانګې په تېرو مسلسلو ۲۵ کلونو کې د پرمختيايي هېوادونو په منځ کې لومړی مقام نيولی. ))

د لوړ او نوي تخنيک شرکتونه د بهرنيو پانګو عمده جلبونکي دي. د يوې شمېرنې له مخې، تېر کال د لوړ او نوي تخنيک شرکتونو لخوا راجلب شوې بهرنې پانګې د بهرنيو پانګو په عمومي اندازه کې يو په پنځمه برخه نيولې وه. په عين وخت کې چين کې د نړيوالو شرکتونو د څېړنيزو مرکزونو شمېر له ۲۴۰۰ زيات شوی دی. ويل کېږي چې چين په اقتصادي پرمختګ کې د بهرنيو پانګو خدمتونه د دوامداره زياتېدو په حال کې دي. اوس په چين کې د بهرنيو پانګو شرکتونو شمېر د ټولو شرکتونو په عمومي شمېر کې له درې سلنې نه کم دی، خو د نړيوالو معاملو نږدې نيمه برخه او د مالي عايداتو يو پر پنځمه برخه يې نيولې ده. ښاغلي ګاو فنګ وويل، د چين د سوداګرۍ وزارت به نورې زياتې چارې خلاصې کړي او د بهرنيو پانګو د راجلبولو لپاره به يوه ډېره ښه زمينه برابره کړي.

په تېرو پنځو کلونو کې چين نه يوازې د بهرنيو پانګو د جلبولو په برخه کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي، بلکې په بهرنيو هېوادونو او سيمو کې د پانګونې په برخه کې يې يو لړ پرمختګونه هم تر لاسه کړي دي. اوس په بهرنيو هېوادونو او سيمو کې د چيني شرکتونو د پانګونې پيمانې پراخې شوي او په نړيوالو بازارونو کې د معاملې په اړه د چيني شرکتونو سويه لوړه شوې ده. په تېرو دوو کلونو کې په بهر کې د چين د پانګونې پيمانې په نړۍ کې دوهم مقام نيولی. د تېر کال تر پايه پورې په بهر کې د چين پانګونې پنځه زرو مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلي دي. ښاغلي ګاو فنګ په دې هکله وويل

((له ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې په بهر کې د چين په تکيه کوونکو پروژو کې د کاروبار عمومي اندازه اوو سوو لسو مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلې وه او کلنۍ زياتوالی يې نهه سلنه و. چين په نړۍ کې د بهرنيو پروژو له عمده تکيه کوونکو هېوادونو څخه دی. ))

اوس د فولادو او موټر جوړولو په شمول د ځينو نورو چارو په اړه چيني شرکتونو په بهرنيو هېوادونو او سيمو کې خپلې توليدي اډې جوړې کړې، د چين د سوداګرۍ وزارت به په نړيوالو بازارونو کې د معاملې په اړه د چيني شرکتونو سويې د لوړولو لپاره يو لړ اغېزمن تدبيرونه ونيسي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای