CRI Online

چين: په پر له پسې توګه به د يونيسکو په کارونو کې ګډون وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-13 16:50:37

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د اکتوبر په ۱۳مه نېټه په بېجينګ کې په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل چې چين به په پر له پسې او فعاله توګه د يونيسکو په کارونو کې ګډون وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د روانې مياشتې په ۱۲مه نېټه اعلان وکړ چې له يونيسکو څخه به ووځي.وياندې هوا وويل چې د يونيسکو اصل د ښوونې،ساينس او ټېکنالوژۍ او کولتور په برخو کې د نړيوالې همکارۍ پرمخبيول دي څو نړيواله سوله وساتل او ګډ پرمختګ وموندل شي.چين هيله لري چې ټول هېوادونه به د دې لپاره خدمتونه وکړي.چين به په پر له پسې او فعاله توګه د يونيسکو په کارونو کې ګډون وکړي او د دې سازمان د کارونو ملاتړ به وکړي.موږ غواړو د دې په موخه له نورو هېوادونو سره همکاري وکړو.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای