د سينهوا اژانس د خبر له مخې، نړيوال بانک، د اروپا د بيا سمسورتيا او انکشاف بانک، د اسيا انکشافي بانک او د اروپا او اسيا انکشافي بانک په شمول د لسګونو نړيوالو پولي ارګانونو استازو د اکتوبر په دوولسمه نېټه په واشنګټن کې وويل، د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د چين لخوا ټولې نړۍ ته برابر شوی يو مهم عام وړانديز دی. دوی غواړي له چين سره د لا نژدې همکارۍ له لارې د دغه وړانديز د پلې کولو لپاره هڅې وکړي.
د اسيا انکشافي بانک مرستيال جانګ ون څای وويل، چې د دغه وړانديز بريا د منځنيو او اوږدو مودو لايحو ته او د څواړخيزو انکشافي ارګانونو ګډو کوښښونو ته اړتيا لري. اړوند هېوادونه بايد د تګلارې له لوري خبرې اترې وکړي او د پيسو د راغونډولو، د سوداګرۍ د اسان کېدو، د توان د لوړتيا او د پوهو د شريکېدو په برخو کې ستونزې ليرې کړي.
د چين د ماليې وزارت مرستيال جو ګوانګ ياو وويل، دا لومړی ځل دی چې هغه د بهرنيو ارګانونو لخوا د يو کمربند او يوې لارې په لوړ پوړې سيمينار کې ګډون کوي. له دې څخه څرګندېږي چې نړيواله ټولنه ياد وړانديز ته په درنه سترګه ګوري او د نړيوال اقتصاد د پياوړتيا په پروسه کې د دغه وړانديز د رول په هيله دی.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |