د اکتوبر میاشتې په ۱۳ نیټه د عربي اماراتو په ابو ظبي کې د تخنیکونو نړیوال سازمان پریکړه وکړه چې د تخنیکونو ۴۶ مه نړیواله سیالي به د چین په شانګهای کې ترسره شي. پر ځایي وخت د ۱۳ مې نیټې له غرمې وروسته د یادې نتیجې له خپرولو نه مخکې د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د ویډیو له لارې د چین د حکومت او خلکو په استازیتوب له یادې سیالۍ څخه ټینګ ملاتړی څرګند کړی دی او ژمنه یې وکړه چې شانګهای به وتلې او په زړه پوری سیالي وړاندی کړي چې ډیر نوښت او اغېزه به ولري. د چین حکومت به په هراړخیزه توګه خپله ژمنه پوره کړي. دغه سیالي د مسلکي تخنیکونو په برخه کې اولیمپیک لوبه هم بلل کیږی چې تر اوسه پوری ۴۳ دورې ترسره شوي دي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |