CRI Online

په چین کې به لازیات تجارتي فرصتونه پیدا شي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-14 10:09:30
په چین کې به لازیات تجارتي فرصتونه پیدا شي

په وروستیو ۵ کلونو کې د چین اقتصاد او د تولیداتو د سیالۍ توان مخ پر زیاتیدو دي او د چین بازار په بهر کې د اوسیدونکو چیني سوداګرانو لازیاتې پاملرنې جلب کړي دي. د المان په هامبرګ کې د چیني سوداګرانو ټولنې مرستیالې وانګ ون وویل چې د کمونېست ګوند له ۱۸ م ملي کانګرس څخه تر اوسه پورې په دې پنځو کلونو کې ډیر بدلونونه راغلي دي. هیله ده چې ۱۹ م ملي کانګرس په بریالی توګه ترسره شي، هیواد سمسور شي، تولیدي لارې چارې انکشاف شي او تخنیکونه او پوهې نورې هم لوړې شي. په امریکا کې چیني تجار زو هنګ ژوي وویل چې په دې وروستیو کې د ده شرکت د ساینس او تخنیک په برخه کې ښې نتیجې ترلاسه کړي دي نو له یاد ملي کانګرس وروسته به د چین او امریکا ترمنځ لازیاتې پروژې ولټوي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای