د روانې میاشتې په ۱۳ مه نیټه په پاریس کې د م م د یونیسکو اجرایوي ریاست په ۵ مه رایګیري کې د فرانسې د کلتور پخواني وزیر اودری ازولی د دغه سازمان د راتلونکي عمومي مدیر لپاره یوازنی نوماند شو. د یونیسکو د اړوندې قاعدې له مخې د نوامبر میاشتې په ۱۰ مه نیټه به د دغه سازمان په عمومي غونډه کې دغه نومادي منظور شي.
ازولی په ۱۹۷۲ کال کې په فرانسه کې زیږیدلی او د ۲۰۱۶ کال له فبرورۍ نه د ۲۰۱۷ کال تر مې میاشتې پوری د فرانسې د کلتور وزیر و.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |