ترامپ دا رد کړه چې پارلمان ته د ذروي تړون په اړه د ایران د مراعات پخلی وکړي
د امریکا ولسمشر دانولد ترامپ د روانې میاشتې په ۱۳ مه نیټه دا رد کړه چې پارلمان ته د ذروي تړون په اړه د ایران د مراعات پخلی وکړي. هغه په همدې ورځ په سپینه ماڼۍ کې وینا وکړه او ویی ویل چې امریکا به د ایران پر انقلابي ګارډ بندیز ولګوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تیلیرسون د ۱۲ مې نیټې په شپه خبري رسنیو ته ویلي چې که څه هم ولسمشر د ذروي تړون په اړه د ایران مراعات نه مني خو امریکا غواړي د دغه تړون په چوکاټ کې پاتې شي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |