د چين د کمونېست ګوند راتلونکی نولسم ملي کانګرس د نړۍ پاملرني جلب کړې دي. په وروستيو ورځو کې، سينګاپور، المان، هند او د نورو هېوادونو رسنيو د خپلو مبصرينو په قلم مقالې خپرې کړې چې په تېرو پنځو کلونو کې د چين د کمونېست ګوند تر مشرتابه لاندې د چين په بېلا بېلو برخو کې يې لاسته راوړنې ارزولې دي او فکر کوي چې د چين د کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس به پر چين او نړۍ مهمې اغېزې ولري.
دغو مقالو کې راغلي چې د چين د کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس به نوی مرکزي مشرتابه انتخاب کړي چې د نړۍ پاملرني يې جلب کړې دي. چين په نړېوالو چارو کې مهم رول لوبولی او لوبوي ېې او ياد ملي کانګرس به پر چين او نړۍ سترې اغيزې وکړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |