CRI Online

د عراق د جمهوررئیس مرستیال له کردي سیمې څخه غوښتنه وکړه چې له مرکزي حکومت سره دیالوګ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-15 09:56:55
د عراق د جمهوررئیس مرستیال له کردي سیمې څخه غوښتنه وکړه چې له مرکزي حکومت سره دیالوګ وکړي

د عراق د جمهوررئیس مرستیال ایاد علاوي د روانې میاشتې په ۱۴ نیټه له کردي سیمې څخه غوښتنه وکړه چې له مرکزي حکومت سره دیالوګ وکړي چې اوسنی سیاسي بحران حل کړي چې په تیره میاشت کې د کردي سیمې د ریفورندوم سبب شوی و. علاوي په یوه اعلامیه کې ویلي چې اوس دواړه خواوې دیالوګ ته ضرورت لري چې د عراق د راتلونکي سیاسي بهیر لپاره د نقشې پلان جوړ کړي. په یاد اعلامیه کې هم ویل شوي چې اړوندې خواوې باید د ملي یووالي او دېموکراسۍ په چوماټ کې شفاف دیالوګ وکړي او د اوسني سیاسي بحران د حل لپاره دې بیړنی عملیات ونیسي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای