CRI Online

د سوریې حکومتي پوځ په جنګي ډګر کې مخ پر بریالی کیدو دی

cri     (GMT+08:00) 2017-10-15 10:40:30
د سوریې حکومتي پوځ په جنګي ډګر کې مخ پر بریالی کیدو دی

د سوریې پوځ د روانې میاشتې په ۱۴ نیټه اعلان وکړ چې د داعش له منګلو څخه د دیرزور ولایت یوه مهمه علاقه داري میادین بیا ونیوله. په همدې ورځ د کردانو وسله والې ډلې یعنی د سوریې دېموکراتیک پوځ په همدې ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې په راتلونکو څو ورځو کې به په سوریه کې د داعش مقر رقاه ازاد کړي.

په همدې ورځ د سوریې خارجه وزارت له ترکیې څخه غوښتنه وکړه چې سمدلاسه د سوریې له شمال لویدیځ څخه ځواکونه وباسي. سوریې د ترکي پوځ سخته غندنه وکړه چې په خودسرانه توګه یدلیب ولایت ته ننوتلی چې د سوریې پر حاکمیت اوځمکنۍ بشپړتیا څرګند تیری بلل کیږی چې له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه هم کوي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای