CRI Online

د چين د خلکو ورځپاڼې د انګليسي ژبې په ګرځنده برنامه پیل کړی دی

cri     (GMT+08:00) 2017-10-15 16:41:58

د چين د خلکو ورځپاڼې د انګليسي ژبې په ګرځنده برنامه پیل کړی دی

د اکتوبر په ۱۵مه نېټه، د چين د خلکو ورځپاڼې د انکليسي ژبې په ګرځنده برنامه پيل کړی دی. د اړوندو وزارتونو چارواکي، ځینی بهرني دېپلوماتان او د خبري رسنیو او علمي ټولنو ځیني استازي د پیل په مراسمو کې حاضر وو. د دغې ورځپاڼې مشر یانګ جن وو وویل چې په دې وروستیو کلونو کې د خلکو ورځپاڼې د عمومي منشي شي جین پینګ د مهمو حکمونو او د ګوند د مرکزي کمیټې د پریکړو سره سم په چین او بهر کې د اطلاعاتو په نظر کې نیولو سره د عنعنوي او نویو رسنیو په وسیله د لیدو وړ لاسته راوړنې ترلاسه کړي دي.

د خلکو د ورځپاڼې ګرځنده برنامه په تیرو ۳ کلونو کې د څه دپاسه ۲۰۰ ملیونو کسانو لخوا ډاونلولډ شوې ده. اوس دغه برنامه په انګلیسي ژبه هم پیل شوې ده چې د نویو حالاتو او دندو سره سم د بهرنیو اطلاعاتو او نړیوالو نشراتو لپاره یو ستراتیژیک انتخاب بلل کیږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای