CRI Online

د چین کمونېست ګوند له نورو ګوندونو او کسانو سره ناسته وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-10-15 20:17:33
د چین کمونېست ګوند له نورو ګوندونو او کسانو سره ناسته وکړه

د اګیست په ۳۰ نیټه د بیجینګ په جونګ نان های کې د چین د کمونېست ګوند مرکزي کمیټې له نورو ګوندونو او کسانو سره یوه ناسته کړې وه چې د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس د راپور په اړه د بیلابیلو ګوندونو، د صنعتي او سوداګریز ملي اتحاد او نورو بی ګوندي کسانو نظرونه او وړاندیزونه اوریدل شوي وو. د چین د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې عمومي منشي شي جین پینګ د یادې غونډې مشري وکړه او یوه وینا یې هم کړې وه. د کمونېست ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیورو د دایمي کمیټې غړي یو جنګ شنګ، لیو یون شان او وانګ چي شان په کې هم حاضر وو. په دغه غونډه کې شي جین پینګ د نظرونو راټولو لپاره د نوموړي راپور د مسودې د لیکلو بهیر معرفي کړی و او هیله یې څرګنده کړه چې برخه وال مشران باید په ازاده توګه خپل نظرونه څرګند کړي او باید د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس د راپور د یادې مسودې لپاره خپل وړاندیزونه مطرح کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای