CRI Online

د چين د کمونيست ګوند په نولسم ملي کانګرس کې ګډون کوونکي استازي په وار سره بېجينګ ته راځي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-16 09:21:52

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونيست ګوند نولسم ملي کانګرس به د اکتوبر په اتلسمه نيټه پرانيستل شي. د اکتوبر د ۱۵مې نېټې د شپې تر اتو بجو پورې د شان شي، فو جيان، هه نان، لياو نينګ او داخلي مغولستان په شمول د څه باندې لسو ولايتونو د استازو پلاوي بېجينګ ته رسېدلي دي او نور استازي به ډېر ژر راورسېږي.

د مالوماتو له مخې، د دې د ضمانت لپاره چې دغه استازي پر وخت په دې کانګرس کې ګډون وکړي، هوايي شرکتونو او د اوسپنيزو لارو په شمول اړوندو ادارو او هوټلونو په جدي توګه ترتيبات ترسره کړي دي. اوس اړوند کارونه روان دي. (هيله)


1  2  3  
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای