د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د ايران د اسلامي جمهوريت خبري اژانس د اکتوبر په ۱۵مه نېټه خبر ورکړ چې د ايران د اټومي انرژۍ د سازمان مشر علي اکبر صالحي وويل ، که د ايران د ذروي مسئلې په اړه هراړخيز موافقه ليک لغوه شي،ايران به د ذروي وسلو د نه خپرېدو تړون اضافي پروتوکول پلی نه کړي.
صالحي وويل چې ايران د ذروي وسلو د نه خپرېدو تړون د ګډون کوونکي په توګه د ذروي وسلو د نه خپرېدو موخې د پوره کولو لپاره اضافي پروتوکول لاسليک کړی،خو دغه اضافي پروتوکول تر اوسه پورې د ايران په پارلمان کې تصويب او نافذ نه دی شوی.اوس ايران پخپله خوښه دغه اضافي پروتوکول پلی کوي.که د ايران د ذروي مسئلې په اړه هراړخيز موافقه ليک لغوه شي،د دغه اضافي پروتوکول د پلي کېدو اړتيا به بيخي نه شته.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |