د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د اکتوبر په ۱۵مه نېټه د چين د سمندري ځواکونو د بېړيو ۲۶مه ساتونکې ډله د فرانسې تولون ښار ته ورسېدله او له فرانسې څخه د دوي ۴ ورځنۍ ليدنه پيل شوه.
د فرانسې د سمندري ځواکونو استازو،په فرانسه کې د چين سفارت او چيني اوسېدونکو او د چيني زده کړندويانو استازو په ګډون سلګونو کسانو د دې ډلې لپاره د هرکلي مراسم تر سره کړل.
د يادې ډلې قوماندان جنرال وانګ جونګ څای هيله وښوده چې د يو لړ فعاليتونو له لارې به فرانسويان د چين د سمندري ځواکونو په اړه لازيات معلومات تر لاسه کړي او د دواړو هېوادونو او ځواکونو ترمنځ دوستي او همکاري به نوره هم پياوړې شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |