CRI Online

شي جين پينګ يو غښتلی رهبر دی

cri     (GMT+08:00) 2017-10-16 15:06:32

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، ولفرام ادولفي د چين په هکله د جرمني يو مشهور کارپوه دی. هغه د جرمني د پارلمان په اړه د څېړنيز ارګان د څېړونکي دنده پر غاړه اخيستلې او د چين په هکله يې څو کتابونه ليکلي دي. ۶۶ کلن ولفرام په ۱۹۷۶ کال کې د چيني ژبې زده کړه پيل کړه او له هغه وخت راهيسې يې د چين په هکله چارو بوخت دی. هغه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په اړه وايي

(( له نږدې مو له رئيس شي جين پينګ سره خبرې نه دي کړي، خو د ده لخوا ليکل شوي کتاب ته ډېره پاملرنه کوم. ))

نوموړي له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، هغه له ۱۹۷۶ کال راهيسې د چين په هکله موضوعاتو ته ډېره پاملرنه کوي. برسيره پر دې، هغه څو ځلې چين ته سفرونه کړي دي. د چين د پرمختګ تاريخي بهير، د چين د کمونيست ګوند د واکمنې نظريې، د چين او جرمني ترمنځ د اړيکو په شمول محتويات د ده د څېړنې عمده ساحې دي. کله چې په ۲۰۱۴ کال کې د هېواد او سياست د ادارې په اړه د شي جين پينګ د نظريو کتاب په جرمني ژبه خپور شو، هغه سمدلاسه دغه کتاب ولوست. هغه خبريال ته وويل

(( له دې کتاب سره ډېره مينه لرم، څرنګه چې په دې کتاب کې څرګندې شوې نظريې نه يوازې په چين پورې اړه لري، بلکې د نړۍ له پرمختګ سره هم نږدې اړيکې لري چې ور څخه مې ډېر الهامونه اخيستلي دي. که څه هم رئيس شي جين پينګ سره نه پېژنم، خو د دې کتاب له لارې مې په يوويشتمه پېړۍ کې د ټولنې پرمختګ په هکله د ده نظرونه وپېژندل. ))

ولفرام په جدي توګه د هېواد او سياست د ادارې په اړه د شي جين پينګ د نظريو کتاب لوستی او هغه وايي، شي جين پينګ يو غښتلی رهبر دی. نوموړي د دې کتاب په هکله وويل

((که تاسو ما نه پوښتنه وکړئ چې د دې کتاب کومې برخې ما ته ډېره ژوره خاطره بښلې ده؟ ځواب به درکړم چې د چين د ځانګړي سوسياليزم برخه. په تېره بيا څنګه د رئيس ماو ځه دونګ پر نظريو د ټينګار او ښو کارولو په هکله محتويات يعنې د مارکسيزم - لينينيزم او د رئيس ماو نظريې تر لارښوونې لاندې په ښه توګه د چين ځانګړي سوسياليزم د پرمختګ په هکله محتويات. له دې نه پرته، د ټولنې د راتلونکي پرمختګ په هکله څرګند پلانونه هم د درناوي وړ دي. د جرمني لپاره تر ۲۰۴۹ کال پورې د سل کاليز پرمختګ ستراتيژۍ ټاکل ډېر مشکل دی، څرنګه چې دا نه يوازې جرت او ميړانې ته اړتيا لري، بلکې مخکښې ليدونکې نظريې ته هم اړتيا لري، ځکه چې په دغه ستراتيرۍ کې د ټولنې د بېلا بېلو برخو د پرمختګ مشخصه موخه ټاکلې ده. ))

ولفرام د ياد کتاب د لوستلو تر څنګ د دې کتاب د پراخولو او اعلانولو لپاره هم خپل خدمتونه ترسره کړي. هغه نه يوازې خپلو ملګرو ته د دې کتاب په هکله د ده نظريې ورپېژندلي، بلکې د چيني کتابونو د لوستلو په يوه غونډه کې يې لوستونکو سره هم د دې کتاب محتويات شريک کړي دي. هغه خبريال ته وويل، د جرمني په ورځپاڼو کې د چين پرمختګ په هکله د ده لخوا ليکل شوې مقالې د ياد کتاب پر بنسټ دي. ده وويل

((که څه هم ما ډېر وخت مخکې د هېواد او سياست د ادارې په اړه د شي جين پينګ د نظريو کتاب لوستلی، خو اوس هم دغه کتاب هر وخت له ځان سره ګرځوم. څرنګه چې اوس د چين پرمختګ د راتلونکي پلان په هکله د يوې مقالې پر ليکلو بوخت يم، نو په دې کتاب کې ليک شويو يو لړ مهمو نظريو او وړانديزونو ته اړتيا لرم. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای