CRI Online

د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس پرانيستونکې غونډه به په ژوندۍ بڼه خپره شي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-16 16:23:46

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس پرانيستونکې غونډه به د روانې مياشتې د اتلسمې نېټې په سهار نهو بجو په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې تر سره شي.

د چين نړيواله راډيو به په چيني، انګليسي او روسي ژبو د يادې غونډې په مناسبت د راډيوګانو، ويبپاڼو او د ChinaRadio په نامه د اې پي پي له لارې ژوندۍ خپرونې ولري.

د چين نړيوالې راډيو د پښتو څانګه به دChinaNews په نامه د اې پي پي او د فيسبوک په پاڼه کې د دغې غونډې ژوندۍ خپرونې خپرې کړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای