CRI Online

د قورغاس نړيوال سرحدي همکاريز مرکز د چين په لوېديځ کې بې له مالياتو د توکو د پېر او پلور تر ټولو لويه سيمه ګرځېدلې

cri     (GMT+08:00) 2017-10-16 16:34:53

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شينجيانګ د قورغاس ښار د سياسي مشورتی کنفرانس د کمېټې مرستيال شو شين مينګ څو ورځې مخکې له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، تر اوسه پورې په دې نړيوال همکاريز مرکز کې د بې له ملياتو مغازو شمېر ۴۵ ته رسېدلی. هره ورځ د مشتريانو شمېر يې کابو دوه زره وي او د معاملو ارزښت يې له پنځه مليونو يوانو څخه زيات دی. نو دغه همکاريز مرکز د چين په لوېديځ کې بې له مالياتو د توکو د پېر او پلور تر ټولو لويه سيمه ګرځېدلې ده.

د قورغاس سرحدي همکاريز مرکز په ۲۰۱۲ کال کې د چين او قزاقستان لخوا جوړ شو چې په نړۍ کې د ازادې سوداګرۍ او پانګونې لومړۍ نړيواله همکاريزه سيمه ده. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای