CRI Online

چين هيله لري چې د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې اړوندې خواوې زغم وساتي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-16 16:59:18

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د روانې مياشتې په ۱۶مه نېټه په خبري ناسته کې وويل، هيله لري چې د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې اړوندې خواوې زغم وساتي او د اوسنيو حالاتو د ارامۍ او د خبرو اترو د اعاده کېدو لپاره هڅې وکړي.

د خبر له مخې، امريکا او جنوبي کوريا به د روانې مياشتې په شپاړسمه نېټه د کوريا ټاپووزمې په ختيځې او لويديځې سمندري سيمه کې ګډ پوځي تمرينونه تر سره کړي. په دې هکله لو کانګ وويل، چې د کوريا ټاپووزمې حالات ډېر پيچلي او سخت دي، دغه حالات د يوې کومې خوا له ګټو سره سمون نلري، په تيره بيا د دې سيمې د هېوادونو لپاره. نو هيله لرو چې اړوندې خواوې زغم وساتي او د حالاتو د ارامۍ او د خبرو اترو د اعاده کيدو لپاره هڅې وکړي، نه د مقابلې له لارې.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای