CRI Online

په دولتي شورا کې د چين د کمونېست ګوند ډلې يوه غونډه تر سره کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-10-16 21:32:37

د روانې مياشتې په ۱۶مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي، صدراعظم او په دولتي شورا کې د چين د کمونېست ګوند ډلې منشي لي که چيانګ په دولتي شورا کې د چين د کمونېست ګوند ډلې د يوې غونډې مشري وکړه چې پکې يې د چين د کمونېست ګوند د اتلسمې مرکزي کمېټې د ۷مې عمومي غونډې د روحيې زده کړې وکړې او د حکومت بېلا بېل کارونه يې ترتيب کړل، تر څو د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس د برياليتوب هرکلی وکړي.

په دې غونډه کې پر دې ټينګار شوی چې د بېلا بېلو کچو حکومتي څانګې بايد د شي جين بينګ په هسته د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې په شاو خوا راغونډ شي، او د اداري دندو د بدلون، د پرمختګ د کيفيت او ګټو د لوړوالي او د خلکو ژوند د ښه والي لپاره دې هڅې وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای