CRI Online

د چين د کمونېست ګوند په ۱۹م ملي کانګرس کې د ګډون لپاره ۳۸ پلاوي بېجينګ ته ورسېدل

cri     (GMT+08:00) 2017-10-17 09:38:07

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د اکتوبر د ۱۶مې نېټې تر شپې پورې د چين د کمونېست ګوند په ۱۹م ملي کانګرس کې د چين د ۳۱ ولايتونو،خپلواکو سيمو او ښارونو،مرکزي او دولتي ارګانونو ،دولتي تصديو،مرکزي پولي سيستم،د ازادۍ بښونکي پوځ ، پوليسو او د تايوان ولايت د ګوندي غړو په ګډون ۳۸ پلاوي بېجينګ ته ورسېدل.

د استازو په اند د چين د کمونېست ګوند ۱۹م ملي کانګرس ستر اهميت لري چې د يوې نسبتاّ شتمنې ټولنې هراړخيزې ابادۍ او د چيني ځانګړتيالرونکو سوسياليستي چارو د پرمختګ پر کليدي مهال جوړېږي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای