CRI Online

د چين د کمونېست ګوند د ۱۹م ملي کانګرس په مطبوعاتي مرکز کې د چيني او بهرنيو خبريالانو لپاره د هرکلي مېلمستيا تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-10-17 09:43:32

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د اکتوبر د ۱۶مې نېټې په شپه د چين د کمونېست ګوند د ۱۹م ملي کانګرس په مطبوعاتي مرکز کې د څه د پاسه ۵۰۰ چيني او بهرنيو خبريالانو د هرکلي لپاره يوه مېلمستيا تر سره شوه.

د چين د کمونېست ګوند د ۱۹م ملي کانګرس د مطبوعاتي ډلې مشر هوانګ کون مينګ د چيني او بهرنيو خبريالانو تود هرکلی وکړ.هغه وويل چې د ۱۹م ملي کانګرس په ترڅ کې به د مطبوعاتي وياندڅو خبري ناستې او مطبوعاتي غونډې تر سره شي او د ګډون کوونکو استازو د کار کولو او ژوند لپاره به اسانتياوې برابرې کړي تر څو د ۱۹م ملي کانګرس په اړه مطبوعاتي کارونه په سمه توګه بشپړ شي.

(ليلا)


1  2  
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای