د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د پاکستان خبري رسنيو د اکتوبر په ۱۶مه نېټه خبر ورکړ چې د امريکا يوې بې پيلوټه الوتکې په همدې ورځ د پاکستان په شمال لوېديځ کې د کرم ايجنسۍ په قباييلي سيمه کې پر وسله والو هوايي بريد وکړ چې له امله يې لږ تر لږه ۵ تنه وسله وال وژل شوي او څو تنه نور ټپيان دي.
تر اوسه پورې د وژل شويو وسله والو هويتونه نه دي معلوم شوي.د خبري رسنيو په قول ښايي دوی افغان وسله وال او يا د حقاني شبکې غړي وي.د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه محمد اصف په همدې ورځ د امريکا د ياد عمل غندنه وکړه او له امريکا څخه يې له دغه شان عملونو څخه د لاس اخيستلو غوښتنه وکړه.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |