د سين هوا اژانس د خبر له مخې،په افغانستان کې د چين لوي سفير ياو جينګ د اکتوبر په ۱۶مه نېټه وويل چې چين به د م م د غلودانو پروګرام له لارې افغانستان ته د يو مليون امريکايي ډالرو په ارزښت د غلودانو بيړنۍ مرستې برابرې کړي څو چې افغانان د غلودانو بحران حل کړي.
ياو جينګ په همدې ورځ په کابل کې د ياد پروګرام د افغان دفتر مدير له مرستيال پاول هاو سره د مرستندويه پروژې د پيل په مراسمو کې ګډون درلود.هغه خبريالانو ته وويل چې دا لومړی ځل دی چې دواړه خواوې په افغانستان کې همکاري کوي.چين او افغانستان ښه ګاونډي هېوادونه دي او هيله ده چې د دې همکارۍ له لارې افغانان د غلودانو بحران له منځه يوسي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |