د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونيست ګوند نولسم ملي کانګرس به د اکتوبر په اتلسمه نيټه د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شي.
د ياد کانګرس موضوعات به د چين ملي راډيو له څو څانګو، د چين د مرکزي ټليويزيون دوو څانګو او د چين نړيوالې راډيو د بهرنيو ژبو بېلا بېلو څانګو څخه په ژوندۍ بڼه خپاره شي. برسيره پر دې، د سين هوا اژانس ويبپاڼه، د خلکو راډيو ويبپاڼه او د ځينو عمده رسنيو مراجع به هم په ژوندۍ بڼه دغه مراسم خپاره کړي.
په عين وخت کې به په چين کې د ولايت په کچه ټلويزيونونه او راډيوګانې په جلا جلا توګه د چين د مرکزي ټلويزيون او د ملي راډيو پر مټ يادې ژوندۍ خپرونې ولري. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |