CRI Online

د چین د کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس به اووه ورځې دوام ولري

cri     (GMT+08:00) 2017-10-17 19:32:51
د چین د کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس به اووه ورځې دوام ولري

د چین د کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس به د روانې میاشتې د ۱۸ مې نیټې د سهار په ۹ بجو په بیجینګ کې پیل شي چې له ۱۸ مې نیټې نه تر ۲۴ نیټې پوری ۷ ورځ دوام ولري. په دغه کانګرس کې د چین د کمونېست ګوند د اساسنامې اصلاحاتو په ګډون ۵ عمده موضوعات شامل دي. د ۱۷ نیټې له غرمې وروسته په بیجینګ کې ولسي تالار کې لومړی خبري ناسته جوړه شوه او د دغه کانګرس ویاند توه جن خبریالانو ته اړوند معلومات معرفي کړل. په همدې ورځ په ولسي تالار کې شي جین پینګ د مقدماتي غونډې مشري وکړه چې په کې د کانګرس اجندا منظور شوې ده. توه جن وویل چې د کانګرس عمده اجند دا ده چې د ۱۸ مې مرکزي کمیټې راپور اوریدل او څیړل، د دسپلین د څارنې د ۱۸ مې مرکزي کمیټې کاري راپور څیړل، د چین د کمونېست ګوند د اساسنامې مسودې څیړل او منظورول، ۱۹ مه مرکزي کمیټه انتخابول او د دسپلین د څارنې ۱۹ مه مرکزي کمیټه انتخابول دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای