CRI Online

د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس مقدماتي غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-10-17 19:40:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس مقدماتي غونډه د اکتوبر د ۱۷مې نېټې له غرمې وروسته په بېجينګ کې د خلکو په لوي تالار کې تر سره شوه. شي جين پينګ د دې غونډې مشري وکړه.

د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس د استازو او ځانګړو استازو شمېر ۲۳۵۴ تنه دی.

۲۳۰۷ استازو او ځانګړو استازو په ياده مقدماتي غونډه کې ګډون وکړ.

په دې غونډه کې د اعتبار نامو کميټې لست او د نولسم ملي کانګرس د رئيسه ډلې لست تصويب شو او ليو يون شان د کانګرس د سرمنشي په توګه وټاکل شو. د کانګرس د سکرټريټ څانګې او کاري دندې هم تاييد شوې.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای