CRI Online

د چين کمونېست ګوند ۱۹م ملي کانګرس پرانيستل شو.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-18 09:33:23

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند ۱۹م ملي کانګرس د اکتوبر د ۱۸مې نيټې په سهار په بېجينګ کې پرانيستل شو. ښاغلي شي جين پينګ د چين کمونېست ګوند د ۱۸مې دورې مرکزي کمېټې په استازيتوب يو رپوټ خپور کړ او د چين د راتلونکي پرمختګ په اړه يې عمومي پلانونه جوړ کړي دي.

د چين کمونېست ګوند له ۸۹ مليونو غړيو څخه انتخاب شوي څه باندې ۲۰۰۰ تنه استازي به د ښاغلي شي جين پينګ لخوا پر ورکوونکي رپوټ او د تېرې دورې مرکزي ديسپلين څارونکې کمېټې پر کاري رپوټ څېړنې وکړي، د چين کمونېست ګوند د مقراراتو تعديل نامه وسنجوي او د رايګيرۍ له لارې به ورڅخه د نوې دورې مرکزي کمېټې او مرکزي ديسپلين څارونکې کمېټې غړي وټاکي.

د چين کمونست ګوند په چين کې يوازينی واکمن ګوند دی او په نړۍ کې تر ټولو لوی سياسي ګوند هم دی. ملي کانګرس يې په هرو ۵ کلونو کې يو ځل جوړېږي. ملي کانګرس او ورڅخه ټاکل کېدونکې مرکزي کمېټه د چين کمونېست ګوند تر ټولو لوړ پوړی مشرتابه ارګان دی.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای