CRI Online

په تېرو پنځو کلونو کې چين کې څه باندې ۶۰ ميلونه تنه له بې وزلۍ څخه وتلي دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-18 09:53:09

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۸مه نېټه د دغه ګوند په نولسم ملي کانګرس کې وويل، چې د چين کمونېست ګوند د خلکو په مرکزيت پرمختيايي افکار پلي کوي او په تېرو څو کلونو کې چين کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو کار د ليدو وړ پرمختګ موندلی دی چې په چين کې څه باندې ۶۰ مليونو کسانو له بې وزلۍ څخه وتلي دي. په چين کې د بې وزلۍ انډول له لس اعشاريه دوه سلنې څخه څلور سلنې ته ټيټ شوی دی.

له ۱۹۸۶م کال څخه په چين کې د بې وزلۍ د له منځه وړلو کار پيل شوی. د اوسنۍ پيړۍ په لومړيو لسګونو کلونو کې هر کال په منځنۍ توګه شپږ مليونه کسان له بې وزلۍ څخه وتلي او په تېرو پنځو کلونو کې د هر کال لپاره دغه شمېر له لس ميلونو څخه زيات و چې دا په تاريخ کې بې ساری دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای