CRI Online

په تېرو پنځو کلونو کې چين هراړخيزه ډيپلوماتيکه تګلاره تطبيق کړې ده.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-18 09:56:56

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغه ګوند په نولسم ملي کانګرس کې وويل، چې په تېرو پنځو کلونو کې د چين ځانګړتيالرونکې ډيپلوماتيکه تګلاره په هر اړخيزه توګه تطبيق شوې ده او په څو کچو او هر اړخ کې ډيپلوماتيک جوړښت بشپړ شوی دی. چين د يو کمربند او يوې لارې وړانديز پلی کړی، د اسيا د اساسي تاسيساتو او پانګونو بانک يې جوړ کړی او د بشريت د برخليک ټولنې د جوړولو غوښتنه يې کړی ده. د چين نړيوالې اغيزې، د غوښتنې توان او ابتکاري قوت ګام په ګام قوي کېږي او د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره يې ډېر مهم رول لوبولی او لوبوي يې. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای