CRI Online

د چين کمونېست ګوند ستر اقتصادي برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-18 10:05:03

ښاغلي شي جين پينګ نن وويل: د تېرو ۵ کلونو لپاره په داسې حال کې چې نړيوال اقتصاد ډېر کمزوری و، د چين کمونېست ګوند د نوې پرمختيايي مفکورې په ټينګښت سره خپلې پرمختيايي لارې بدلې کړې او د چين اقتصاد د زياتو ستونزو په لېرې کولو سره ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي: کورنی توليدي عمومي ارزښت ۸۰ زره مليارډو يوانو ته زيات شوی چې د نړيوال اقتصاد په زياتوالي کې انډوال يې له ۳۰ سلنې څخه اوښتی دی. په اقتصادي جوړښت کې ښه والی په پر له پسې ډول موندل شوی چې د ډيجټالي اقتصاد په شمول زياتو نويو صنعتي چارو چټک پرمختګ موندلی دی. د يو کمربند او يوې لارې ابادۍ په ګډون ساحو کې د ليدو وړ لاسته راوړنې رامنځته شوې دي. د تيان ګونګ مسلسل فضايي لابراتورونو، په ژور سمندر کې د جياو لونګ په نامه انسان وړونکی اوبتل او په نړۍ کې تر ټولو لوی راډيويي ټليسګوپ دوربين په شمول يو لړ نوي تخنيکونه او سامان الات په وار سره رامنځته شوي دي. د چين د جنوبي سمندر په شاوخوا ټاپوګانو کې د ابادۍ چارې روانې دي او د چين د بهرنۍ سوداګرۍ، پانګونې او د بهرنيو اسعارو ذخيرې اندازه هم په نړۍ کې مخکښ ځای نيسي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای