CRI Online

د چين کمونېست ګوند د فساد پرضد کلکه مبارزه کړې ده.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-18 10:06:06

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغه ګوند په نولسم ملي کانګرس کې وويل، چې په تېرو پنځو کلونو کې د خپل ګوند د نرمې ادارې حالات بدل شوي . په بېلا بېلو کچو د ګوند د ادارې په اړه سياسي مسؤليت تائيد شوی، د ګوند د ټولو غړيو افکار او اعتبار ټينګ شوی او د ګوند د نظامونو او مقراراتو سيستم بشپړ شوی دی. د دې ترڅنګ د چين کمونېست ګوند د خلکو لپاره د ډېرو سختو او خطرناکو مسئلو د حلولو لپاره هڅې کړې دي او کوي يې. دغه ګوند د فساد پرضد کلکه مبارزه کړې ده او بريا يې موندلې ده.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای