ښاغلي شي جين پينګ نن ورځ وويل، چې د چين کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس راپدېخوا د نوې زمانې لپاره د چين ځانګړتيالرونکي سوسياليستي افکار رامنځته شوي دي. دا د چيني ملت د بياسمسورتيا په هکله د چين کمونېست ګوند او خلکو عملي لارښوونه ده، نو بايد د اوږدې مودې لپاره پر دې ټينګار وشي.
دغو افکارو په نوي لحاظه د ګوند واکمن دستور، د سوسياليزم د ادارې دستور او د بشريت د ټولنيز پرمختګ دستور په اړه نظريې ژورې کړې دي. د دغو افکارو له مخې به چين د هغې موخې پر بنسټ کوم چې تر ۲۰۲۰م کال پورې به په هراړخيزه توګه شتمنه ټولنه جوړه شي، د روانې پيړۍ تر منځنۍ زمانې پورې به چين د سمسور، قوي، ډيموکراتيک، مدني، همغږي او ښکلي سوسياليستي عصري هېواد په توګه اباد شي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |