CRI Online

شي جين پينګ: چيني ځانګړتيالرونکې سوسياليستي چارې نوې زمانې ته ننوتلي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-18 11:02:13

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د اکتوبر په ۱۸مه نېټه د چين د کمونېست ګوند ۱۹م ملي کانګرس په بېجينګ کې پرانيستل شو.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په خپل راپور کې وويل چې د اوږدې مودې د کوښښونو له امله چيني ځانګړتيالرونکې سوسياليستي چارې نوې زمانې ته ننوتلي دي،دا د چين د پرمختګ نوی تاريخي لوری دی چې د چين ،چيني ملت،د نړيوال سوسياليستي او د انساني ټولنې پرمختګ په تاريخ کې ستر اهميت لري.

رئيس شي په خپل راپور کې د چين د کمونېست ګوند له ۱۸م ملي کانګرس راهيسې يو لړ تر لاسه شوي برياليتوبونه بيان کړل.هغه وويل چې نوې زمانې ته د چيني ځانګړتيالرونکو سوسياليستي چارو ننوتل دا مانا لري چې د چيني ملت احيا راغلې ده،د پرمختيايي هېوادونو د عصري کېدو لار پراخه شوې،په نړۍ کې د هغو هېوادونو او ملتونو لپاره چې هم د پرمختګ بهير د چټکتيا او د خپلواکۍ ساتنې هيله لري،پوره نوی انتخاب برابر شوی او د بشري ستونزو د حلولو لپاره د چينايانو هوښياري او پلانونه وړاندې شوي دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای