CRI Online

چين د يو پياوړي سوسياليستي معاصر هېواد په توګه دخپل هېواد د ابادۍ لپاره مهال ويش لري.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-18 11:22:27

د چين کمونېست ګوند د ۱۹م ملي کانګرس په رپوټ کې راغلي چې چين به په ۲۰۲۰ کال کې د يوې نسبتاً شتمې ټولنې د پوره ابادۍ پر بنسټ د روانې پېړۍ په منځ کې يو پياوړی سوسياليستي معاصر هېواد وګرځي.

په رپوټ کې ويل شوي چې تر ۲۰۳۵ کال پورې به په چين کې د سوسياليستي معاصري کېدو بهير نسبتاً پوره شي. ملي اقتصاد او علمي او تخنيکي ځواکونه به ډېر پياوړي شي او د کلتور نرم ځواک به هم په څرګنده توګه قوي شي. د قانوني ادارې هېواد، حکومت او ټولنه به جوړه شي او د دولتي ادارې سيستم او اداري توان د معاصري کېدو بهير به هم په بنسټيزه توګه رښتيني شي. د خلکو ژوند به لا شتمن شي، د منځني عايدات لرونکو کسانو انډوال به ډېر جګ شي، د ښاري او کليوالو سيمو ترمنځ د پرمختيا او د اوسېدونکو ژوند سويې توپيرونه به لږ شي، اساسي عمومي خدمتونه به په مساوي توګه برابر شي، په ايکولوژيکي چاپېريال کې به بيخي ښه والی راشي او د ښکلي چين په اړه هدفونو ته به ورسېږو.

د ياد رپوټ له مخې، د روانې پېړۍ تر نيمې پورې به چين يو شتمن، ديموکرات، مدني، هوسا او ښکلی سوسياليستي معاصري پياوړی هېواد وګرځي، د عمومي دولتي ځواک او نړيوالې اغېزې له لحاظه به په نړۍ کې ډېر مخکښ ځای ونيسي، ټول خلک به نيکمرغه ژوند ولري او چيني ملت به د نړيوالو ملتونو په منځ کې لا نور هم ټينګ ولاړ وي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای