د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د کمونېست ګوند د ۱۸مې دورې مرکزي کميټې د اکتوبر په ۱۸مه نېټه د چين د کمونېست ګوند ۱۹م ملي کانګرس ته د يو راپور په خپرولو سره وويل چې د روانې پيړۍ په منځنۍ موده کې د شتمن،ديموکرات، مدني، هوسا او ښکلي سوسياليستي عصري غښتلي هېواد د جوړېدو موخې د پوره کولو لپاره دې په چين کې د نوي پرمختګ افکار پلي او عصري اقتصادي سيستم دې جوړ شي.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په خپل راپور کې وويل چې د چين اقتصاد له ګړندۍ پرمختګ څخه د لوړ کيفيت لرونکي پرمختګ پړاو ته رسېدلی چې بايد د جوړښتي اصلاحاتو د ژورتيا له لارې د اقتصاد د کيفيت،مؤثريت او خوځنده ځواک اصلاحات پرمخ يوړل شي.هغه زياته کړه چې چين به د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په موخه د ګډو مشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو د اصولو پر بنسټ د خدمتي چارو د ورخلاصون بهير چټک کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |