CRI Online

په نوې زمانه کې به چيني ځانګړتيالرونکي سوسياليستي افکار د اوږدې مودې لپاره د چين لارښوونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-18 11:29:11

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۸مه نېټه د چين د کمونېست ګوند د ۱۹م ملي کانګرس په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې په نوې زمانه کې د چين ځانګړتيالرونکي سوسياليستي افکار د چيني ملت د سمسورتيا د رامنځته کېدو لپاره د چين د کمونېست ګوند او د چينايانو عملي لارښوونه ده چې بايد په دايمي توګه پر دې افکارو ټينګار وشي.

رئيس شي وويل چې په نوې زمانه کې چيني ځانګړتيالرونکي سوسياليستي افکار د چين د کمونېست ګوند له ۱۸م ملي کانګرس راهيسې يو ستر ټيوريکي نوښت دی او په پوره نوي نظر سره يې د کمونېست ګوند د واکمنۍ ،د سوسياليستي د ابادۍ او د بشري ټولنې د پرمختګ قواعد پېژندلي دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای