CRI Online

د چيني ملت بيااحيا په نوې زمانه کې د چين د کمونيست ګوند تاريخي دنده ده

cri     (GMT+08:00) 2017-10-18 11:29:17

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونيست ګوند نولسم ملي کانګرس د اکتوبر په اتلسمه نيټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. شي جين پينګ په دې غونډه کې د سياسي راپور د خپرولو په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ چې د چيني ملت بيااحيا په نوې زمانه کې د چين د کمونيست ګوند تاريخي دنده او ستر اميد دی.

شي جين پينګ په نوی عصر کې د چيني ملت کړاوونه او د دغه ګوند د جوړېدو له ۹۶ کلونو راهيسې مبارزتي بهيرونه ياد کړل او و يې ويل، د چيني ملت بيا ابادي په نوې زمانه کې د چينايانو تر ټولو ستره هيله ده. د چين کمونيست ګوند بايد د سترو ننګونو، سترو خطرونو، سترو خنډونو او سترو توپيرونو د له منځه وړلو لپاره نوې تاريخي ځانګړتيا لرونکې ستره مبارزه وکړي. هر ډول راحت طلبي، غيرفعال او سست عملونه او له اختلافاتو څخه د ډډه کولو نظريه او عمل ناسم دي.

شي جين پينګ له ټولو ګوندي غړو څخه غوښتنه وکړه چې بايد د کمونيست ګوند د لارښوونې او د سوسياليزم نظام د کمزورولو، تحريفولو او ردولو له هر ډول وينا او عمل سره ټينګ مخالفت وکړي او په پر له پسې ډول دې د سياست، نظريو په برخو کې د کمونيست ګوند مشري پياوړې کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای