CRI Online

د چين د اصلاحاتو دروازه به لا پراخه شي.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-18 11:32:09

د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس په راپور کې ويل شوي، چې د يو کمربند او يوې لارې ابادي دې د عمده ټکي په توګه وټاکل شي، د ګډو مشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو د اصولو پر بنسټ د نوښت توان، اصلاحات او همکاري دې پياوړې شي، د بحر او ځمکې له لارې دې د چيني او بهرنيو خواوو او د لويديځو او ختيځو اړخونو د تګ راتګ او تبادلې په اړه پراخ جوړښت جوړ شي، د قوي سوداګر هېواد په توګه دې چين اباد شي، د سوداګرۍ او پانګونې د ازادېدو او اسانتياېدو تګلاره دې پلې شي، چيني بازار ته د ننوتلو معيار دې نرم شي، د خدمتي چارو اصلاحات دې پراخ شي، د پانګونې په ساحه کې د بهرنيو سوداګرانو حق دې وساتل شي، د چين په قلمرو کې ثبت شوي چيني او بهرنۍ تصدۍ دې په مساوي ډول وکتل شي، ازادۍ سوداګريزې ازمويښتي سيمې ته دې لا زيات اصلاحات واک ورکړی شي، د توليدي توان په اړه نړيوالې همکارۍ دې پياوړې شي او د نړيوالې سوداګرۍ، پانګونې او پيسې راغونډونې، توليد او خدمت په اړه شبکه دې جوړه شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای