د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د چين کمونېست ګوند د ۱۹م ملي کانګرس په راپور کې وويل، چې تر ۲۰۲۰م کال پورې به د چين په کليوالو سيمو کې ټول کسان او ولسوالۍ له بې وزلۍ څخه ووځي. د چين کمونېست ګوند به د دغه مقصد د تر سره کولو لپاره د ګوند له ټولو غړيو، ټولې ټولنې او وطنوالو سره ګډ کوښښونه وکړي او د مرکزي حکومت تر لاښوونې لاندې د بېلا بېلو ولايتونو د عمومي ادارې او د مختلفو ښارونو او ولسواليو د تطبيقولو پر بنسټ به کاري نظام پلی کړي. د ګوند او سياست لارښوونکي به هم عمومي دنده پر غاړه واخلي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |