CRI Online

د چين کمونيست ګوند د سوسيالستي عصري هېواد د پوره ابادۍ پلان ټاکلی

cri     (GMT+08:00) 2017-10-18 11:58:46

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د اکتوبر په ۱۸مه نيټه وويل، د روانې پېړۍ په نيمايي کې يعنې د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو د سلمې کاليزې په وخت کې به چينايان يو شتمن، ډيموکراتيک، متمدن،همغږی، ښکلی، عصري او غښتلی سوسياليستي هېواد ودان کړي. دا په نوې زمانه کې د چين د ځانګړي سوسياليزم د پرمختګ ستراتيژي ده، د چين کمونيست ګوند بايد دغې موخې ته د رسېدو لپاره نه ستومانه کېدونکي کوښښونه وکړي.

شي جين پينګ وويل، په ۲۰۲۱ کال کې د چين د کمونيست ګوند د قايمېدو د سلمې کاليزې موخې د عملي کولو لپاره، له روان کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې چين کې د شتمنۍ ټولنې د پوره جوړولو د برياليتوب تر لاسه کولو حساسه موده وي چې پکې به د اقتصاد، سياست، ټولنې، کلتور او ايکولوژيکي چاپېريال جوړونې په منظمه توګه روانې وي. له ۲۰۲۰ کال څخه تر ۲۰۳۵ کال پورې به چين په بنسټيزه توګه د سوسياليزم عصري ابادي بشپړه کړي، د نوښتي پرمختګ کوونکو هېوادونو په مخکښو مقامونو کې به شامل وي، ايکولوژيکي چاپېريال به بيخي ښه شي او د ښکلي چين د جوړونې موخه به نسبتاٌ عملي شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای