CRI Online

د چين کمونېست ګوند ۱۹م ملي کانګرس: چين به هېڅکله په نورو باداري و نه کړي او پراختيا به و نه مومي.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-18 13:22:59

د چين کمونېست ګوند د ۱۹م ملي کانګرس په رپوټ کې ويل شوي: چين چې نوې زمانې ته ننوتلی، په ټينګه سره خپلواکې او سوله ييزې ديپلوماتيکې تګلارې پلې کوي، د مختلفو هېوادونو خلکو لخوا د خپلې ځانګړې پرمختيايي لارې د غوره کولو حق درناوی کوي، نړيوال مساوات او عدالت ساتي، پر نورو د خپلې ارادې له تحميلولو، د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې له لاسوهنې او د کمزورو هېوادونو له ځورونې سره مخالفت کوي.

په رپوټ کې پر دې ټينګار شوي چې چين به هېڅکله د نورو هېوادونو د ګټو په قرباني کولو سره ځان ته پرمختګ ور نه کړي او خپلې ګټې به له لاسه هم ور نه کړي. چين د ځاني امنيت د ساتلو په غرض دفاعي تګلارې چلوي. د چين پرمختګ نورو هېوادونو ته ګواښ نه دی. هر څنګه چې چين پرمختګ کوي، هېڅکله به پر نورو باداري و نه کړي او پراختيا به و نه مومي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای