CRI Online

د چين کمونېست ګوند: د روانې پېړۍ په نيمه کې به په نړۍ کې د لومړۍ کچې پوځ اباد کړو.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-18 13:30:43

د چين کمونېست ګوند د ۱۹م ملي کانګرس په رپوټ کې وړاندې شوي چې د چين دفاعي چارې او پوځ بايد په نړۍ کې د پوځي انقلاب له نوي پرمختيايي حالت او د ملي امنيت له اړتياوو سره سمون ولري څو چې تر ۲۰۲۰ کال پورې په پوځي سيستم کې د ماشيني کېدو او معلوماتي کېدو چارو ته ستر پرمختګ ورکړی شي او جنګي توان لا پياوړی شي.موږ بايد د پوځي تيوريو، د پوځ تشکيلاتي جوړښت، پوځي پرسونلو او وسلو او تجهيزاتو معاصرې چارې پرمخ بوزو او د دې لپاره دې هڅنه وکړو چې تر ۲۰۳۵ کال پورې د دفاعي چارو او پوځي سيستم معاصر بهير بشپړ شي او د روانې پېړۍ په نيمه کې په نړۍ کې د لومړۍ کچې پوځ اباد کړو.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای