د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ماليې وزارت د اګست په ۱۷مه نېټه يوه تازه شمېرنه خپره کړه چې په تېر اګست کې چين په پر له پسې توګه د امريکا ملي پورونه ونيول او د امريکا لومړی لوي کريډيټر ګرځېدلی دی.
د شمېرنې له مخې، په اګست کې چين د ۳۴مليارډو او ۵۰۰مليونو امريکايې ډالرو په ارزښت د امريکا ملي پورونه ونيول او په تېرو پر له پسې اوو مياشتو کې د چين لخوا نيول شوي امريکايې ملي پورونه زيات شوي دي. تر دغې مياشتې پورې چين په عمومي توګه کابو ۱۲۰۰مليارډو او ۵۰۰ميلونو امريکايې ډالرو په ارزښت د امريکا ملي پورونه نيولي دي. د سږ کال په جون مياشت کې چين د جاپان پر ځای د امريکا لومړی لوي کريډيټر ګرځېدلی دی.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |