CRI Online

يو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2017-10-18 16:27:46
کرېکټ: شفیق ستانکزی خپاره شوي غږونه د دښمنانو توطیه بولي

د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییه مشر شفیق الله ستانکزي پر ټولنیزو شبکو خپرې شوې، ده ته منسوبې غږیزې ټوټې د دوی او کرېکټ بورډ پر ضد "توطیه"بولي.

ښاغلي ستانکزي پورې منسوبو غږیزو ټوټو کې د کرېکټ بورډ پر پخوانیو او اوسنیو غړو او یو شمېر لوبغاړو شخصي تبصرې شوې دي چې پکې یو شمېر تورونه لګېدلي او ځینې سپکې کلمې هم کارېدلي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ اجراییه مشر په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي "زما له ادرسه خپاره شوي غږیز کلپونه په کلکه ردوم."

په خپرو شویو غږيزو ټوټو کې د افغانستان د کرېکټ بورډ د پخواني مشر نسیم دانش او اوسني مشر عاطف مشعل خبرې شوي دي چې شفیق الله ستانکزی دا "ښاغلي مشعل ته پکې سپکاوی"بولي او وايي "د افغانستان کرېکټ بورډ هر وخت د توطیو ښکار شوی".

ښاغلی ستانکزی مني چې له ښاغلي مشعل سره "کاري اختلافات" لري.

د کرېکټ بورډ د مشرتابه بدلون حل لاره ده؟

دا لومړی ځل نه دی چې ښاغلي ستانکزي ته منسوب شوی غږ په ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي. پخوا هم یو غږ خپرو شوی و چې په کې د فیسبوک کاروونکو ته په ښکنځل کېږي.

څه موده وړاندې د کرېکټ بورډ یو شمېر کارکوونکو له دې ادارې سره پرېکون اعلان کړی و.

په نني ویډیويي پیغام کې ښاغلی ستانکزی یو شمېر هغه لوبغاړي هم ستایي او "د کرېکټ او د افغانستان د سرتاج" یې بولي چې په خپرو شویو غږېزو کلېپونو کې د دوی یادونه په بدو الفاظو شوې ده.

تر دې دمه د افغانستان د کرېکټ بورډ غړو یا لوبغاړو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د خپرو شویو غږیزو ټوټو د صحت په اړه څه ویل شوي.

کرېکټ بورډ کې اختلاف

په کرېکټ بورډ کې د اختلافونو، فساد او مشرتابه ترمنځ د همغږۍ نشتوالی کومه نوې خبره نه ده. څه موده وړاندې د کرېکټ بورډ شاوخوا ۴۰ کارکوونکو پریکون اعلان کړ.

هغه مهال د کرېکټ بورډ مشر ښاغلي مشعل بي بي سي ته وویل د بورډ له کار کوونکو چې له کرېکټ بورډ سره یې پرېکون اعلان کړی، دوی ته رسماً هېڅ نه دي ویلي، چې په وینا یې دا یو بې قانونه او نا مسلکي عمل دی او له دوی سره به د کرېکټ بورډ له قوانینو او اصولو سره سم چلند کېږي.

نوموړي دغه چاره د کرېکټ بورډ د 'تخریب ' هڅه بللې.

په افغانستان کې يوازې کرېکټ نه دى چې له دې حالت سره مخامخ دى. په فوټبال، نورو فدراسيونونو او ان د اولمپيک په فدراسيون کې هم پرله پسې د مشرتابه په سر لانجې راپورته شوي. دا حالت بې له شکه چې پر لوبو او لوبغاړو هم اغېز شيندلى شي.

فوټبال: په لوبه کې ټکر، لوبغاړی مړ شو

اندونیزیایی فوټبال لوبغاړی (کورول هودا) د یوه کورني لیګ پر مهال په لوبغالي کې مړ شو.

نوموړي د لوبې پر مهال له خپل همډلي سره ټکر وکړ چې د ژورې ضربې له امله یې له ژوند سره مخه ښه وکړه.

۳۸ کلن کورل هودا په لوبغالي کې تر ټکر وروسته روغتون ته ولېږدول شو، خو په روغتون کې یې سا ور کړه.

له (پرسیلا) نومي کلب څخه چې ښاغلي هودا پکې لوبه کوله، په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، هودا د سینې او لانديېنۍ ژامې د کاري ټپونو له امله سا ور کړې ده.

د لمانګان روغتون روغتیاپال نګروهو وايي، د درندې ضربې له امله د ښاغلي هودا تنفسي سیستم کار پرېښی و:

"روغتیايي ډلې تر یوه ساعته هڅه وکړه له هغه سره مرسته وکړي، خو په هغه کې عادي حالت ته د راګرځېدو نښې نښانې نه وې. "

. پرسیلا کلب وايي، د هودا تر مړینې وروسته د هغه زرګونو مینه والو د نوموړي په یاد شمعې بلې کړې او د هغه درناوی یې وکړ.

پتېیل شوې وه چې نوموړی به تر لوبه ییز تقاعد وروسته د پرسیلا کلب د ګول نیوونکو روزونکی وګومارل شي.

هودا د خپل یوازیني کلب (پرسیلا) لپاره کابو ۵۰۰ لیګونو کې برخه اخیستې وه.

سریلانکا کرېکټ لوبډلې پاکستان ته له تلو انکار کړی

د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې غړو ویلي، نه غواړي پاکستان ته سفر وکړي او د ۲۰ اوریزو سیالیو پایلوبه کې چې د اکتوبر پر ۲۹ مه د لاهور قذافي سټېډیم کې کېږي ګډون وکړي.

رپوټونو کې ویل شوي سریلانکايي لوبغاړو د خپل هېواد کرېکټ بورډ ته یوه لیک کې له دغه سفره انکار کړی دی.

سریلانکا لوبډلې د پاکستان خلاف مخکینۍ لوبې متحده عربي اماراتو کې کړې. نوموړې لوبډله دا مهال د یوه ورځنیو لوبو لپاره متحده عربي اماراتو کې ده.

رپوټونه وايي، د سریلانکا ملي لوبډلې ټولو غړو او قراردادي لوبغاړو د لوبې ځای بدلولو غوښتنه کړې. د 'کریکبز ' رپوټ کې د سریلانکا بورډ یوې سرچینې له قوله ویل شوي:

''بورډ چارواکي به ژر له لوبغاړو سره په دې تړاو خبرې وکړي، موږ نه غواړو د لړۍ منځ کې د دوی پام بل لور ته واوړي، خو د موضوع په اړه له خبرو پرته بله لاره هم نه ده پاتې. '

د سریلانکا کرېکټ بورډ مشر سماتهي پالا پاکستان کې د یوې ورځنیو سیالیو په اړه تایید څرګند کړی، خو د بورډ اجرايي مشر ایشلي ډیسلوا ویلي، امنیت او خوندیتوب یې لومړیتوب دی.

۲۰۰۹ کال کې د لاهور قذافي سټېډیم ته څېرمه د سریلانکا کرېکټ لوبډلې د سپرلۍ پر ګاډي وسله وال برید شوی و، چې یو شمېر لوبغاړي او کارکوونکي یې ټپیان شوي وو او له هغه وروسته نړیوال کرېکټ له پاکستانه وکوچېد.

د روان کال لومړیو کې بنګله دېش کرېکټ بورډ پاکستان کې د دوو شل اووریزو سیالیو لړۍ کې له ګډونه انکار کړی و.

د لاهور قذافي لوبغالي کې د روان کال پاکستان سوپر لیګ سیالیو پایلوبه په بریالیتوب سره پای ته ورسېده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای