د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس د اکتوبر په اتلسمه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شو. د دغه ګوند عمومي منشي شي جين پينګ د دغه کانګرس په پرانيستونکو مراسمو کې يو مهم راپور شريک کړ چې عنوان يې دی په پوره توګه د شتمنې ټولنې جوړول او د نوې زمانې لپاره د چيني ځانګړتيالرونکی سوسياليزم بريا موندل.
د ګڼ شمېر هېوادونو سياستوالو، پوهانو او خبري رسنيو په دې نظر دي چې په تېرو پنځو کلونو کې چين د چين کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې د ليدو وړ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي او د نړيوالو مسئلو د حلولو لپاره خپل پوهې او لايحې شريکې کړې دي. د چين کمونېست ګوند پر لارښوونې او پر چيني ځانګړتيالرونکي پرمختيايي لارې ټينګار د يادو برياليتوبونو لپاره کليدي اهميت لري او په راتلونکي کې به د چين د پرمختګ سمه لاره هم وي.
د بې وزلۍ د له منځه وړلو او د ښاري کېدو په بهير کې د چين لخوا د لاسته راوړنو د يادونې په وخت کې د مصر پخواني صدراعظم ايسام شراف وويل، چې د بې وزلۍ د له منځه وړلو او د ښاري کېدو د سرعت له چټکتيا څخه څرګندېږي چې د چين اقتصادي پرمختګ برابر او عادلانه دی.
بهرنيو شخصيتونو څرګنده کړې چې په تېرو پنځو کلونو کې چين پر خپل ځان باندې لا زيات اعتماد درلود او د نړۍ مرکزي ډګر ته ګرځېدلی. چين د بشريت د برخليک د ګډې ټولنې د ابادۍ او د يو کمربند او يوې لارې د وړانديزونو له لارې د نړۍ د ګډ پرمختګ لپاره چيني لايحې وړاندې کړې او نړيوالې ټولنې دې ته مثبت ځوابونه ورکړي دي.
د بهرنيو شخصيتونو په اند، د چين کمونېست ګوند پر لارښوونې او پر چيني ځانګړتيالرونکې لارې ټينګار د چين لخوا د تر لاسه شويو برياليتوبونو کليدي سبب دی او په راتلونکي کې به د چين د پرمختګ سمه لاره هم وي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |