CRI Online

د چين د ولسي مشورتي کنفرانس مشر يو جنګ شنګ د شينجيانګ د هئيت په مباحثوي غونډه کې ګډون وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-19 10:56:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيرو د دايمي کمېټې غړي او د چين د ولسي مشورتي کنفرانس مشر يو جنګ شنګ د اکتوبر د ۱۸مې نېټې په ماسپښين د شينجيانګ د هئيت په مباحثوي غونډه کې ګډون وکړ او خبر ورکړ چې د چيني ځانګړتيالرونکې سوسياليزم ستر بيرغ دې لوړ شي، د چيني ځانګړتيالرونکې سوسياليستي لاره دې ټينګه شي، د سوسياليستي ډيموکراسی دې پياوړی شي، تر څو په پوره توګه د شتمنې ټولنې د جوړولو او په نوې زمانه کې د چيني ځانګړتيالرونکې سوسياليزم د برياليتوب لپاره پوهې او قوت قوي شي.

نوموړي وويل، چې د دغه ګوند د اتلسم ملي کانګرس راپدېخوا، د چين کمونېست ګوند مرکزي کميټې د چيني ځانګړتيالرونکې سوسياليزم د هغې مفکورې تر لارښوونې لاندې، کوم چې په نوې زمانه کې د عمومي منشي شي جين پينګ لخوا وړاندې شوې دي، د شينجيانګ د کارونو په اړه يو لړ تګلارې او لايحې طرحه کړې دي او تائيدکړې يې ده چې د ټولنې د دايمي ثبات او امنيت ساتل د شينجيانګ د کارونو عمده موخه ده. د شينجيانګ بېلا بېلو خواوو د ترهګرۍ او افراطيت پر ضد کلکه مبارزه کړې، د شينجيانګ د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره هڅې کړې، د دوو ژبو او مسلکي تعليم پياوړی يې کړی، د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره يې چټک ګامونه پورته کړي، د لښکرو اصلاحات يې پياوړې کړي دي. شينجيانګ کې بېلا بېلو کارونو ترقي کړې ده.

هغه هيله څرګنده کړه چې د شينجيانګ د اويغور خپلواکه سيمه او د شينجيانګ د توليد او ابادۍ لښکر په جدي توګه د دغه ګوند د نولسم ملي کانګرس رويې زده کړي او د شينجيانګ په اړه د دغه ګوند د مرکزي کميټې لايحې او تګلارې پلې کړي، تر څو د شينجيانګ په هره ساحه کې برياليتوبونه تر لاسه شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای