CRI Online

د پاکستان بېلا بېلې خواوې د چين کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس ته پاملرنه کوي.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-19 11:07:45

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند نولسم ملي کانګرس د اکتوبر په ۱۸مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه. د پاکستان سياستوالو او خبريالانو د دغه کانګرس راپور ته ډېرې پاملرنې وکړې او په دې نظر دي چې دغه کانګرس يوه تاريخي غونډه ده.

د پاکستان د پارلمان په اړه د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز کميټې مشر مشاهد حسين وويل، چې د دغه کانګرس له ډېرو کليدي ټکو څخه د نوې زمانې په اړه کلمه د ده لپاره ژوره خاطره پاتې شوې. دغه کانګرس ډېر اهميت لري او يوه تاريخي غونډه ده. هغه وويل، چې د امريکا د سپتمبر له يوولسمې نېټې پېښې وروسته په نړۍ کې دوې منظرې رامنځته شوې. له يوې خوا زيانونه دي، د بېلګې په توګه په افغانستان او عراق کې جګړې رامنځته شوې دي. له بلې خوا رغنده جريانونه دي. د بېلګې په توګه، د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز په شمول له پلانونو څخه همکاري او ګډې ګټې څرګندېږي. پاکستان د چين د ګاونډي هېواد او نژدې دوست په توګه ډېر وياړي چې په دې کليدي تاريخي زمانه کې د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز پروژه پيل کېږي.

د پاکستان او چين د دوستۍ ټولنې مشر او د پوست ډيلي ورځپاڼې مشر مخدوم بابر وويل، چې دغه کانګرس نه يوازې د چين لپاره، بلکې د دې سيمې او حتی ټولنې نړۍ لپاره ډېر ارزښت لري. نوموړي وويل، چې د چين کمونېست ګوند په تېرو پنځو کلونو کې د خپل ګوند د ابادۍ په بهير کې د ليدو وړ برياليتوب تر لاسه کړ او دا د نړۍ د لارښوونکي په توګه د چين د قوی کېدو لامل دی. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای