CRI Online

د چين استازي له اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د ايران ذروي تړون وساتي.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-19 15:45:07

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د م م د امنيت شورا د اکتوبر په ۱۸مه نېټه د فلسطين مسئلې په شمول د منځني ختيځ د اوضاعو په اړه يوه مباحثوي غونډه جوړه کړه. په م م کې د چين د دايمي هئيت لنډ مهالي شارژدافير وو های تاو په دغه غونډه کې له اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې په ګډه د ايران هراړخيز ذروي تړون وساتي.

نوموړي وويل، چې دغه تړون د ايران ذروي بحران ليری کړی او د ذروي وسلو د نه خپرېدو تړون پر بنسټ د ذروي وسلو د نه خپرېدو نړيوال سيستم ټينګ کړی. دغه تړون د نړيوال امنيت د ادارې او څواړخيزې غوښتنې مهمه بريا ده او له ډيپلوماتيکو لارو چارو د تودې مسئلو د حلولو يوه نمونه ده. چين هيله لري چې اړوندې خواوې د دغه تړون او د منځني ختيځ سيمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره ګډ کوښښونه وکړي او خپل مسؤليت تر سره کړي، تر څو دغه تړون تطبيق شي او د خبرو اترو او مشورو له لارې توبيرونه ليرې شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای